تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اردوغان: بيت المقدس کې فلسطينيانو لپاره سفارت پرانيځم
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي غواړي په ختيځ بيت المقدس کې فلسطينيانو لپاره د خپل هېواد يو سفارت پرانيځي.
ښاغلي اردوغان چې په استانبول کې يوې سترې غونډې ته وينا کوله وويل اوسمهال په دغه ښار کې د ترکيې يوه کونسلگري شته، او دى غواړي يو سفارت هم پرانيځي.
ولسمشر ټرمپ د ډسمبر پر شپږمې نېټې بيت المقدس د اسراييلو پلازمېنې په توگه په رسميت وپېژاند چې پراخ نړېوال غبرگونونه يې را وپارول.
تېره اوونۍ د ولسمشر ټرمپ دغه گام ته په غبرگون په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې فوق العاده غونډه کې ښاغلي اردوغان پر گډونوالو غږ وکړ چې ختيځ بيت المقدس رسما" د فلسطين نيول شوې پلازمينه وپېژني.
د ترکيې ولسمشر په خپلو څرگندونو کې اسراييلى حکومت "ترهگر" وباله چې په وينا يې ماشومان وژني.
د بي بي سي خبريال "سبشين اشر" وايي په ختځ بيت المقدس کې د ولسمشر اردوغان له لوري د سفارت پرانيستنې خبره تر ډېره د شعار بڼه لري او پلي کېدل به يې خورا ستونزمن وي.
د لبنان بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې په بيت المقدس کې فلسطينيانو لپاره د خپل هېواد د سفارت پرانيستنې هوډ لري او ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه لټوي.
اسراييل پر بيت المقدس بشپړ ولکه لري او د خپل هېواد نه وېشېدونکې پلازمېنه يې بولي نو دغه راز يوۀ گام عملي کېدل اوسمهال شونې نه برېښي.
د اسلامي هېوادونو فوق العاده غونډه
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) په فوق العاده سرمشریزه غونډه کې په تونده لهجه اسراییل حکومت "ترهگر" وباله.
دغه یوه ورځنۍ غونډه تېره اوونۍ وروسته له هغه راوبلل شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییل پلازمېنې په توګه ومانه.
۱۹ هېوادونو په لوړه کچه دغه غونډه کې ګډون کړی و.
د افغانستان، ترکیې، ایران، لبنان، یمن، اذربایجان ولسمشرانو او دغه راز د اردن پاچا، د کویت او قطر امیرانو، د فلسطین خپلواکې ادارې مشر دغه فوق العاده غونډه کې ګډون کړی و.
سعودي عربستان په دغه غونډه کې د ټیټ کچ ګډون درلود او سلاکار وزیر یې غونډې ته ورغلی و.
د بي بي سي خبریال وايي، ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې 'قدس ' د ترکیې سره کرښه بللې وه او وې يې ویل:
''هغه څه چې اسراییل له فلسطینانو سره کړي، لیوه یې له پسونو سره نه کوي."
رجب طیب اردوغان وویل، واشنګټن قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندلو سره "نړیوال قوانین" مات کړل.