د کولرا د ناروغۍ پر وړاندې مبارزه

د ویډیو تشریح، د نړۍ روغتیایي چارواکې وايي تر ۲۰۳۰ کاله پوري به له کولارا ناروغۍ د مړنې کچه را کښته کوي په دې اندازې چې ۹۰ فیصده خلک باید له دې ناروغۍ نور مړه نه شي.
د خپرېدو وخت

د نړۍ روغتیایي چارواکې وايي تر ۲۰۳۰ کاله پوري به له کولارا ناروغۍ د مړنې کچه را کښته کوي په دې اندازې چې ۹۰ فیصده خلک باید له دې ناروغۍ نور مړه نه شي.

دغه ناروغي چې له ناوړو اوبو څخه خپرېږي، هر کال په نړۍ کې یو لک کسان وژني.

دم ګړۍ کولرا په یمن کې خپره شوې، سږ کال په دغه هېواد کې ۷ نیم لکه کسان په اخته شوي، چې ۲ زره ځینې مړه شوي هم دي.

په دغه رپوټ کې په نړۍ کې د کولرا د خپرېدو او مخنیوي په اړه نور جزییات ځای شوي. ښايي د رپوټ ځینو تصویرونه خوابدوونکي وي.