"اسلام اباد کې د داعش بیرغ ټول پاکستان کې وېره پیدا کړې"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له دې مخکې هم پاکستان کې د داعش په ملاتړ پر دېوالونو شعارونه لیکل شوي.
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼه د دې هېواد د بهرنیو چارو دوزارت له قوله لیکي چې د داعش ډله په پاکستان کې په منظم ډول نشته.

دا موضوع وروسته له هغه را پورته کېږي چې تېره اوونۍ د پلازمېنې اسلام اباد په یوه برخه کې پر لوی سړک د داعش بیرغ را وځړول شو.

ورځپاڼه وایي د دې بیرغ عکسونو په ټول پاکستان کې بېلابېلو غبرګونونه او ان وېره پیدا کړې.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د رسنیو رپوټونه دومره جدي هم نه دي چې حکومت دې په دې برخه کې کوم اقدام ته وهڅوي.

ښاغلي ذکریا په همدې خبري کانفرانس کې پر هند هم تور ولګاوه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

نوموړي وویل چې د هند استخبارات په افغانستان کې له داسې کړیو سره اړیکې لري چې په پاکستان کې ورانکاري کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په وېرجینیا ایالت کې د استناف یوې پوځي محکمې د امریکا د پوځ د پخواني افسر تورن رابرټ بېلز عریضه رد کړې ده.

رابرټ بېلز هغه افسر و چې د ۲۰۱۲ کال د مارچ پر ۱۱مه نېټه یې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د افغان ولسي وګړو پر کورونو برید وکړ او ۱۶ کسان یې ووژل.

نوموړي استناف محکمې ته په خپله عریضه کې لیکلي وو چې پخوانۍ محکمې د پېښې د یوه عیني شاهد بیان نه دی ثبت کړی.

‎تورن بېلز دا ادعا هم کړې وه چې د برید پر وخت دی د درملو تر تاثیر لاندې و.

ده ویلي وو چې د ملریا د درملنې لپاره یې یو ډول درمل خوړلي وو او د همدې درملو له کبله یې رواني حالت له کنتروله وتلی و او دی پر ځان نه و پوه شو.

خو د محکمې درې واړو قاضیانو د نوموړي دا استدلال رد کړ.

تورن بېلز په ۲۰۱۳ کال کې د دې لپاره پر خپل جرم اعتراف وکړ چې د مرګ سزا ور نه کړل شي.

دی اوس په عمري بند محکوم دی.

انډیا ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان او هند د الوتکو له لارې هم سوداګري پیل کړې ده.

انډیا ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د سفیر هیوګو لورېنز سره مرکه کړې ده.

دی په دې مرکه کې په افغانستان کې د هند د رول په اړه غږېدلی.

د امریکا سیفر په دې مرکه کې وایي، ترهګر یا هغه کسان چې جګړه کوي، د افغانستان د خلکو یوه ډېره کوچنۍ برخه ده.

د ده په وینا د دې هېواد ډېری وګړي په سوله کې ژوند کول غواړي او هند ته د خپل دوست هېواد او ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري.

ښاغلي لورینز ویلي چې ولسمشر ټرمپ د نورو خلکو په څېر فکر نه کوي. دی په دې باور دی چې افغانستان یو بډایه هېواد دی، خو ولس یې غریب دی. خو ټرمپ په دې باور دی دا حالت بدلېدلی شي او د افغانستان په بډایه کولو کې دولتي او خصوصي سکتور مهم رول لوبولی شي.

ښاغلی لورېنز وایي، ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې د افغانستان په ثبات او د ټولې سویلي اسیا په ثبات کې هند کلیدي رول لري.

ځکه واشنګټن او نوی ډيلی هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او لا یې پراخې کړي.

د امریکا سفیر په هغه سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره نوي ډيلي ته تللی چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې په موخه جوړ شوی دی. نوموړي ویلی دا ډول نندارتون په افغانستان کې د هند د مثبت رول څرګندونه کوي.