د نړۍ تر ټولو چاغه مېرمن مړه شوه

د عکس سرچینه، Image copyrightSAIFEE HOSPITAL
هغه مصرۍ چې ګومان کېده د نړۍ تر ټولو چاغه میرمن وه، په سعودي عربستان کې مړه شوه.
ایمان احمد د روان له لومړیو کې د وزن کمولو جراحۍ په پار هندوستان ته لېږدول شوې وه، چې په دا وروستیو کې له هغه ځایه عربستان ته یووړل شوه.
د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې، د ایمان وزن له ۵۰۰ کیلوګرامه ۳۰۰ کیلوګرامو ته کم شوی و خو نوموړې د ورپېښې بلې ناروغۍ له امله سا ور کړې ده.
کله چې نوموړې په هندوستان کې د وزن کمولو تر جراحۍ لاندې وه، روغتیاپالانو یې د ګوزڼ او نورو ناروغیو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
له هغه روغتونه چې نوموړې پکې بستر وه، په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ۳۷ کلنه احمد د زړه او بډوډو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د ایمان احمد کورنۍ وايي، په هند کې د هغې تر عملیاتو وړاندې نوموړې ۲۵ کاله له کوره نه وه وتلې.
د دوی په خبره، د نوموړې وزن د زېږون پر مهال پنځه کیلوګرامه و او وروسته په ایلیفانټیاس ناروغۍ اخته شوه.
د دې ناروغۍ له امله د لاسونو او بدن نورې برخې عفوني او پړسېږي.
ایمان احمد عبدالعاطي وروسته له هغه له مصره هندوستان ته په چارټر الوتکه کې یووړل شوه چې خور یې په هندوستان کې د هغې درملنې لپاره انلاین کمپاین وکړ.


















