پاکستان کې سرشمېرنه

د ویډیو تشریح، پاکستان کې سرشمېرنه
د خپرېدو وخت

پاکستان کې چې کومه سرشمېرنه روانه ده، پوښتنپاڼه کې يې د وګړو يوازې نهه ژبې شاملې دي، او د نورو شاوخوا ۶۵ ژبو لپاره یې د نورو غوراوی ورکړی دی. دا سر شمېرنه چې د تېر مارچ پر ۱۵ پيل شوې، د همدې مې تر ۲۵ به روانه وي. د مدني ټولنو غړي او د حقونو پلويان اندېښمن دي او د سرشمېرنې پوښتنپاڼو کې یې د بدلون غوښتنه کړې خو د سر شمېرنې وخت کم پاتې دی.