تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا د اردني پوځیانو روزنې لپاره دغه هېواد ته سلاکاران استوي
د بریتانیا لومړۍ وزیره وایي، ددغه هېواد پوځي سلاکاران له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره جګړه کې د اردن امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره دغه هېواد ته استول کېږي.
تېرېزا می به د دوشنبې په ورځ د اردن پلازمېنې عمان ته په خپل سفر کې له توندلارۍ سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا په تړا د خپل دولت تدابیر اعلان کړي.
ټاکل شوې د بریتانیا لومړۍ وزیره اردن ته د ورتلونکو سوري کډوالو د مدیریت په تړاو د خپل هېواد ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.
د بریتانیا لومړۍ وزیره به منځني ختیځ ته درې ورځنی سفر ولري.
ټاکل شوې د اردني پوځیانو روزنه هم په اردن او هم په بریتانیا کې ترسره شي، ترڅو د داعش په نښه کولو کې ددغو ځواکونو وړتیا لوړه شي.
مېرمن می ټاکل شوې له سعودي عربستان نه هم لیدنه وکړي.
له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانیا چمتو کېدو سره هم مهاله دا سفر له سعودي عربستان سره د سوداګریزو او امنیتي اړیکو د پياوړتیا لپاره ترسره کېږي.
مېرمن می ویلي، له اردن او سعودي عربستان نه ملاتړ په روښانه ډول د بریتانیا په ګټه او امنیت ته ګټور دی.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې ددې سفر په درشل کې ویلي؛ "اردن په سیمه کې له څو کړکېچونو سره په لومړۍ کرښه کې دی او له دې هېواد سره مرسته به د بریتانیا خلک له امنیتي پلوه خوندي کړي."
مېرمن می د سعودي عربستان په اړه هم یادونه کړې چې: "باید هېر نه کړو کوم اطلاعات چې موږ پخوا له عربستان نه ترلاسه کړي، بریتانیا کې یې د سلګونه کسانو ژوند ژغورلی دی."