تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراقي ځواکونو موصل کې حکومتي ودانۍ نیولې
عراقي پوځ وايي، تېره شپه یې د موصل ښار مهمې حکومتي ودانۍ او د ښار لوی موزیم له "اسلامي دولت" نومې ډلې نیولې دي.
پوځ وايي، دا ودانۍ یې د شپې په ناڅاپي بریدونو او عملیاتو کې نیولې دي.
څارونکي وايي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې له لاسه د موصل ښار بېرته نیولو د عملیاتو په لړ کې زرګونه کورنۍ وتلې دي.
د موصل جګړه کې ډېری استوګنیز ځایونه او ودانۍ ویجاړې شوې او هره ورځ زرګونه ولسي وګړي د جګړې له اوره له ښاره وځي.
موصل د عراق تر ټولو لوی ښار او د اسلامي دولت ډلې مهم مرکز و. د ښار ختیځه برخه په تېره جنورۍ میاشت کې عراقي ځواکونو ونیوله.
د تېرې یکشنبې په ورځ عراقي ځواکونو د موصل ښار لوېدیځ ته وغځېدل.
له اسلامي دولت جنګیالیو د مرکزي بانک ودانۍ هم نیول شوې ده.
اسلامي دولت په ۲۰۱۴ کال موصل ښار نیولی و.
رویټرز خبري اژانس وايي، په نیول شویو ودانیو کې د محکمې هغه ودانۍ هم ده، چې اسلامي دولت ډلې پکې د سنګسار، له بامه د تورنو کسانو راغورځولو او لاسونو غوڅولو پرېکړې کولې.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، لاهم د موصل لوېدیځ کې تر ۸۰۰٫۰۰۰ پورې کسان اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، نژدې ۴۲٫۰۰۰ کسان یوازې تېره اونۍ بې ځایه شوي دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په دغه خپاره شوي راپور کې راغلي: "د موصل ښار لوېدیځ کې چې نرۍ کوڅې او لارې لري، خو ګڼ وګړیز ښار دی، ولسي وګړي په لوی خطر کې دي، او زېربناوې سختې ویجاړې شوې دي. د څښاک پاکې اوبه هم ډېرې کمې دي".