د نیویارک د برید طراح عمر عبدالرحمن د امریکا یوه زندان کې مړ شوی

د خپرېدو وخت

شیخ عمر عبدالرحمن، چې په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی و، په زندان کې ساه ورکړې ده. پر نوموړي ۱۹۹۳ کال نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز برید کې د لاس لرلو تور و.

رپوټونه وايي، په امریکا کې په عمري بند محکوم بندي شیخ عمر عبدالرحمن زندان کې ساه ورکړې ده.

د شیخ عمر عبدالرحمن مړینه قاهره کې د هغه د کورنۍ له خوا اعلان شوه.

نوموړی په ۱۹۹۳ کال نیویارک کې پر نړیوال سوداګریز مرکز بریدونو کې تورن ګڼل شوی و.

په یاد برید کې شپږ کسان وژل شوي وو، او تر زرو ډېر نور ټپیان وو.

عمر عبدالرحمن په اصل کې د مصر و، چې په "ړانده شیخ" یې شهرت درلود.

پر نوموړي نیویارک کې د ځینو مهمو ځایونو د ړنګولو تور هم دی.

عبدالرحمن په وروستیو کلونو کې له روغتیايي ستونزو ځورېده، خو شکر او د زړه ناروغۍ ډېر زړه خوړینی کړی و.

عبدالرحمن په مصر کې د هغې یوې جهادي ډلې معنوي مشر ګڼل کېده، چې ۹۰مه لسیزه کې یې د مصري حکومت پرضد وسله واله مبارزه پیل کړه.

عبدالرحمن دوه ځلې مصر کې بندي شو. د مصر د پخواني ولسمشر انور سادات د وژنې قضیه کې تر بند وروسته خوشی شو.

د مصر مخکیني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له امریکا غوښتي وو، چې عمر عبدالرحمن دې د بند پاتې موده په مصر کې تېره کړي.

د امریکا قضايي ارګان په ۱۹۹۵ کال شیخ عمر عبدالرحمن د ترهګریزو بریدونو په تور په عمري بند محکوم کړ.