رومانيا کې د فساد ضد لاريونونه

د ویډیو تشریح، رومانيا کې د فساد ضد لاريونونه
د خپرېدو وخت

تمه ده د رومانیا حکومت د فساد په اړه د یوې نوې لایحې جزییات خپاره کړي.

دوی دا کار له هغه وروسته کوي چې د هغه فرمان پر ضد یې چې د فساد څو ډولونه یې قانوني بلل په زرګونه خلک سړکونو ته په مظاهرو را ووتل.

مظاهرې شپږ شپې پر له پسې روانې وې. فکر کېږي نژدې نیم میلیون خلکو په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد په دې لاریون کې ګډون کړی وي.