د لوبو اوونيزه خپرونه
د خپرېدو وخت
د لوبو په دې اونیزه خپرونه کې طبعآ پیل د کرېکټ په اسیايي جام شوی. شنبې به د دې اتلولیو تر ټولو په زړه پورې لوبه د پاکستان او هند ترمنځ په شري لنکا کې وشي.
پاکستان خپله لومړنۍ لوبه له نېپاله په اسانۍ وګټله.
په بي ګروپ کې بیا شري لنکا بنګله دېش د پنځو لوبغاړو په شته والي مات کړ.
د یکشنبې په ورځ به افغانستان له بنګله دېش سره په لاهور کې مخامېږي.