د ښځو نړیوال جام: د فوټبالرې کېدو لپاره خوږو پلورو ته اړه شوم
د خپرېدو وخت
"دا دویمه ښځه وه چې EFE جایزه یې وګټله..." لیسي سانتونس په ۱۳ کلنۍ کولمبیا کې له خپل پلرني ټاټوبي پلازمېنې بوګوټا ته ولېږدېده.
د هغې د مسلکي فوټبالرې کېدو د هیلې پوره کېدو لپاره ډېرې هسې ټیټې وګاللې، ان ځینې وخت به یې خواړه او د سفر لګښت هم نه درلود، همدا وو چې پخپل ښوونځي کې د خوږو پلورو ته اړایستل شوه.
د هغې قربانۍ رنګ راوړ او بالاخره د اسپانیا فوټبال کې د لاتینې امریکا د غوره لوبغاړو EFE جایزه یې وګټله. هغه چې اوس ۲۷ کلنه ده او په اتلتیکو ده مدرید لوبډله کې لوبېږي، سږ کال دویم نړیوال جام کې د کولمبیا په استازیتوب د لوبېدو لپاره چمتووالی نیسي.