کرېکټ: شري لنکا او نېدرلنډز نړيوال جام ته لار ومونده

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ پنځوس اوريز نړيوال جام ته چې ټاکل شوې په هند کې ترسره شي شري لنکا او نېدرلنډز لار ومونده.
شري لنکا وړاندې نړيوال جام ته په لارموندنې بريالۍ شوې وه خو د نېدرلنډز (هالنډ) لوبډلې سکاټلنډ ته په ماتې ورکولو سره نړيوال جام کې خپل ځان ته ځای کره کړ.
د نننۍ لوبې په اړه له وړاندې اټکل داسې و چې نسبتا قوي لوبډله سکاټلنډ به يې وګټي خو نېدرلنډز په څلورو وېکټو بريا خپله کړه.
وېسټ اندیز هم چې دوه ځله يې د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام ګټلی دغو سیاليو ته لار ونه مونده.
د وېسټ انډیز لوبډلمشر وړاندې، په سيالیو کې د خپل ټيم د لوبېدو پر بڼې او چمتوالي نیوکه وکړه او زياته يې کړه"چمتوالی بايد له کوره ښه وي، موږ نشو کولی دلته له چمتوالي پرته راشو او د ښو لوبو هيله ولرو."
نړيوال جام ته د لارموندنې سيالۍ د لسو هېوادونو تر منځ په زمبابوې کې ترسره شوې چې په لومړي ځل امريکا هم په کې ګډون درلود خو د کومې لوبې په ګټلو ونتوانېدل.
د دغو سياليو په اې ګروپ کې نېدرلنډز، وېسټ انډيز، زمبابوې، نيپال او امريکا شامل وو. په بي ګروپ کې شري لنکا، سکاټلنډ، ايرلنډ، عمان او متحده عرب اماراتو ګډون درلود چې له دې دواړو ګروپونو شري لنکا، نېدلنډز، سکاټلنډ، زمبابوې، وېسټ انډیز او عمان د غوره شپږو لوبډلو پړاو ته ووتل او بلاخره شري لنکا او نېدرلنډز وتوانېدل نړيوال جام ته لار ومومي.

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان وار دمخه د پيل په اتو لوبډلو کې ځای لري او نړيوال جام ته وتلی دی.
د دغو دوو لوبډلو شري لنکا او نېدرلنډز تر څنګ به افغانستان. هند، پاکستان. بنګله دېش، انګلنډ، اسټراليا، جنوبي افريقا او نيوزيلنډ د ۲۰۳۳ نړيوال جام د ګټلو لپاره د سيالۍ ډګر ته وځي.
د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړيوال جام د اکتوبر او نومبر مياشتو کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې ترسره کېږي چې مهالوېش يې وړاندې اعلان شوی دی.





















