کرېکټ: له پاکستانه د لوبو لړۍ ګټل

د ویډیو تشریح، کرېکټ: له پاکستانه د لوبو لړۍ ګټل
د خپرېدو وخت

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ شل اوریزو لوبو لړۍ پای ته ورسېده. افغان لوبغاړو د لومړنیو دوو لوبو په ګټلو د درو لوبو دا لړۍ ګټلې ده.

په دویمه لوبه کې تر ماتې وروسته د پاکستان کپتان شاداب خان وویل په وروستۍ لوبه کې به د ده په وینا د خپل برم ساتلو هڅه کوي .

دويمه لوبه کې افغانستان د اوو ویکټو په شته والي بری خپل کړ.