د افغانستان کرکټ ملي لوبډله را روانه میاشت له متحده عربي اماراتو سره درې نړیوالې شل اوریزې لوبې کوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د فبرورۍ له ۱۶مې تر نولسمې له متحده عربي آماراتو سره د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره سفر وکړي.

ټاکلې چې لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۶مه د ابوظبۍ په کرکټ لوبغالي کې وشي او پاتې دوې نورې سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وړمه ورځ د دغه سفر لپاره د ځای او نېټو د اعلانولو ترڅنګ د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳-کسیز نوملړ هم ټاکلی.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اعلامیه کې د یادو سیالیو لپاره ۲۳ کسیز نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي،کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، یاد ۲۳ لوبغاړي به راتلونکې اونۍ هغه هېواد ته ورشي او له لوبو وړاندې به په ابوظبۍ کې یوه تمریناتي کمپ کې هم ګډون وکړي.

دا لوبې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو تر منځ د هغې هوکړې له مخې کېږي چې پر بنسټ يې د اماراتو کرکټ بورډ تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغانستان کرکټ بورډ ته لوجیستيکي او د بنسټونو په برخه کې ملاتړ ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو، ترسره کېږي.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.