د پېلې مړينه: خلک يې د وروستۍ مخه ښې لپاره چمتووالی نيسي
د خپرېدو وخت
برازیل کې، خلک د فوټبال افسانوي لوبغاړي پېلې سره د وروستۍ مخه ښې لپاره چمتووالی نیسي.
د برازیل ساوپاولو کې خلک او د نړۍ مشهور کسان د پېلې مړی کتلو ته راټول شوي وو.
پېلې د پنجشنبې پر ورځ ساوپاولو کې ومړ او اوس یې تابوت دغه ښار کې له یوه روغتونه د هغه ټاټوبي سانتوس ته لېږدول شوی. د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې مینه وال د دغه ۸۲ کلن پر مړینه خواشیني دي.