د برازيل فوټبال ستوري پېلې ژوند ته کتنه

د ویډیو تشریح، د برازيل فوټبال ستوري پېلې ژوند ته کتنه
د خپرېدو وخت

برازیل د فوټبال لوبغاړي، پېلې، د مړینې له امله درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی، نوموړی په ساو پاولو کې د ۸۲ کالو په عمر، د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

ډېر خلک پېلې د نړۍ تر ټولو تکړه فوټبالر بولي. په خپل کاري ژوند کې یې د فیفا درې نړیوال جامونه ګټلي دي.

دی یوازینی لوبغاړی دی چې دا یې وکړی شوی بې شمېره جایزې او انعامونه یې هم اخیستي دي.

دی په خپل هېواد کې د ملي اتل په توګه ستایل کېږي او تر ډېره په دې چې ډېر کله یې د بېوزلو خلکو ټولنیز ژوند شرایطو ښه کولو لپاره هڅې کړې دي، پېژندل کېده. په دې رپوټ کې یې ژوند ته کتنه شوې.