د افغانستان او نیوزیلنډ د کرېکټ لوبې افغان مینه وال
د خپرېدو وخت
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو خپله دویمه لوبه نیوزیلنډ سره کوي. ننۍ سیالي کې به د دوو پیاوړو توپ اچوونکو 'ټېم ساودي' او 'راشد خان' لوبه په ځانګړې توګه د پام وړ وي.
د نیوزلنډ تېز توپ اچوونکي ټېم ساودي په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۱۲۵ وېکټې اخېستي. د افغانستان راشد خان ترې ډېر شاته نه دی او په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې یې ۱۱۹ لوبغاړي سوځولي.
دغو لوبو ته ګڼ افغان مینه وال ورغلي چې ځینې یې له بي بي سي سره غږېدلي دي.