کرېکټ: د افغانستان او ايرلنډ دويمه لوبه، نجيب ځدارڼ وايي چمتو يوو
د خپرېدو وخت
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ لومړۍ سیالي ایرلنډ په ۷ وېکټو وګټله. دې لوبه کې چې د شمالي ایرلنډ بلفاسټ کې وشوه افغان توپ وهونکي ښه ونه ځلېدل. له لوبې وروسته افغان لوبډلمشر محمد نبي ویل لوبډلې یې تېره یوه میاشت کې نړیواله سیالي نه ده ګټلې او همدا یې د ماتې یو لامل و. افغانستان او ایرلنډ به پنځو شل اوریزو لوبو کې سره سیالي کوي چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي لړ کې مهمې ګڼل کېږي. د دې لړۍ دویمه لوبه پنجشنبې کېږي خو افغان لوبډله ورته څومره چمتو ده او د لوبډلې جوړښت کې به يې څه بدلون راشي. نوموتی افغان توپ وهونکی نجیب الله ځدران یې په اړه راته غږېږي.