د همګټو هېوادونو لوبې: د یوګنډا يوه لوبډله کليو کې نجونې سپورت ته هڅوي
د خپرېدو وخت
د کامنوېلت يا همګټو هېوادونو ۲۲ مې دورې سيالۍ چې بېګا د بريتانيا برمېنګم کې پيل شوې، له ۷۲ هېوادونو او سيمو په کې ۵ زره لوبغاړي برخه لري.
داسې حال چې دې لوبو ته د چمتوالي موده کې، د يوګنډا، نېټبال يا جالتوپ لوبډلې، د خپل هېواد بېلابېلو سيمو ته سفر کاوه، لرې پرتو کليوالو سيمو کې یې ماشومانو ته د نېټبال لوبه ورښووله، او د خپلو ټاټوبو ځايي ټولنو کې یې لوبې او سيالۍ کولې.
د بي بي سي خبریال پاريسا قربان يوګنډا کې يوه لوبغالي کې له دې لوبډلې سره کتلي وو.