کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په وروستۍ شل اوريزه لوبه کې په ۳۵ منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ شل اوریزو دریېمه لوبه کې ټاس یا پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو شلو اوورنو له لوبې وروسته اته لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۵ منډې یې وکړې.
افغان لوبډلې د زمبابوې لپاره د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې منډو جوړلو بهیر خورا پڅ و او تر ټولو ډېرې منډې افسر ځاځي وکړي، چې ایله ۲۴ منډې وې، لوبډلمشر محمد نبي ۳۱، او احسان الله جنت ۲۰ منډې وکړې.
د زمبابوې له لوري سکندر مرزا او ریان بري دوې، دوې وېکټې ترلاسه کړې.
په ځوابي لوبه کې زمبابوې لوبغاړي هم ښه و نه ځلېدل او یو په بل پسې له میدانه ووتل.
زمبابوې لوبډلې د ټولو ۲۰ اورنو له لوبې وروسته ایله ۹۰ منډې وکړې او نهه لوبغاړي یې وسوځېدل. دې سره یې لوبه افغانستان ته په ۳۵ منډه وبایلوده.
ریان بري د زمبابوې له لوري تر ټولو ډېرې ۱۵ منډې وکړې.
نور احمد لکڼوال د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې څلور وېکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګوربز، عثمان غني، درويش رسولي او کريم جنت نه وو، پر ځای یې احسان الله جنت، افسر ځاځی، شرف الدين اشرف او نور احمد لوبېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې لوبو د لړۍ تېرې دواړه سیالۍ افغانستان ګټلې دي او په دې توګه یې دا لوبلړۍ وار له مخه د ځان په ګټه اړولې ده.
افغانستان له زمبابوې د دغو شل اویزو لوبو لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو او دویمه په ۲۱ منډو وګټله.
افغانستان تر دغو شل اوریزو لوبو وړاندې زمبابوې ته په درېو یو ورځنیو لوبو کې هم درې صفر ماته ورکړې وه. هغه لوبې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لارموندې (سوپرلیګ) سیالیو په لړ کې کېدې.




















