په انګلنډ کې د پاتې شویو افغان کرېکټ مسوولینو له ډلې دوه کسه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان په کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي له هغو څلورو کسانو چې د روان کال په لومړیو کې د ۱۹ کلنو له نړیوال جامه وروسته په انګلنډ کې پاتې شوي وو دوه غړي بېرته کابل ته ستانه شوي دي.

یاده سرچینه وایي، ستانه شوي دوه کسان غواړي چې په افغانستان کې کار ته دوام ورکړي او دوی به ورسره له مرستو دریغ ونه کړي.

د روان میلادي کال د جنورۍ په پای کې په ویسټ انډیز کې د نړیوال جام په ترڅ کې د څلورم دریځ له خپلولو وروسته هېواد ته د ستنېدا پر وخت د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څلور کسه په انګلنډ کې پاتې شوي وو او پناه یې غوښتې وه.

په پاته شویو کسانو کې یو لوبغاړی او درې د تخنیکي برخې کارکوونکي و.

که څه هم افغان بورډ د ستنو شویو په اړه نور جرییات نه ورکوي خو ویل شوي چې کابل ته رسېدلي دوه کسه لوبغاړي نه بلکې تخنیکي کسان دي.

سرچینې وویل کرېکټ بورډ د ستنو شویو هرکلی کوي او هیله لري خپل هېواد کې کار ته دوام ورکړي.

تېر کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له لورې د کابل له نیولو وروسته د بېلا بېلو ورزشي لوبډلو افغان لوبغاړي او کارکوونکي د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته لاړل خو دا یوازینۍ بېلګه وه چې له کرېکټ سره تړلي افغانان هېواد ته نه ستنېدل.

وروسته بیا د کرېکټ ځینې ښځېنه لوبغاړې استرالیا ته لاړې.

په ۲۰۰۹ کال کې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د نړیوال جام غوراوي تر لوبو وروسته یو شمېر افغان لوبغاړي په کاناډا کې پاته شوي وو خو له هغه وروسته بیا د کرېکټ لوبغاړو داسې کار نه و کړی.