کرېکټ؛ افغانستان بنګله دېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرېکټ شل اوریزو لوبو د لړۍ دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.
بنګله دېش د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شل اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې افغانستان هدف په ۱۸ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
د بنګله دېش له لوري مشفق الرحمان تر ټولو ډېرې ۳۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزي درې، درې او راشد خان او محمد نبي یوه - یوه وېکټه ترلاسه کړه.
فضل الحق فاروقي غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي ناسوځېدلې ۵۹ منډې وکړې. د ده تر څنګ عثمان غني ۴۷ منډې جوړې کړې.
رحمان الله ګوربز د ایله ۳ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شو.
د نن لوبې له پيل مخکې د دواړو لوبډلو غړو لوبغاړو د اسټرالیا د دوو پخوانیو لوبغاړو راډ مارش او شین وارن د مړینې په مناسبت د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
بنګله دېش له افغانستان سره د دې دوو نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ګټلې ده.
هغه لوبه هم د بنګله دېش د میرپور لوبغالي کې وشوه.
د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو تر منځ تر دې مخکې د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ کې دوې بنګله دېش او یوه لوبه افغانستان وګټله.
هغه سيالي د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېدې.




















