د اسټرالیا مشهور کرېکټ لوبغاړی شېن وارن د ۵۲ کلونو په عمر ومړ

Shane Warne

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د اسټرالیا مشهور توپ اچوونکی لیګ سپېنر شېن وارن چې د کرېکټ په تاریخ کې یو له سترو لوبغاړو څخه دی، د ۵۲ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

نوموړي د خپل کرېکټ ۱۵ کلن لوبيز ژوند په ۱۵۴ ټېسټ لوبو کې ۷۰۸ ویکټې اخیستې دي چې د نړۍ په کچه په دويم نمبر تر ټولو ډېرې وېکټې دي.

د هغه مدیریتي شرکت وايي، وارن د جمعې په ورځ د تایلینډ په کوه ساموۍ کې په خپل کور کې مړ شوی.

دوی وايي، "په ډېرې خواشینۍ سره موږ دا اعلان وو چې شېن کیت وارن د زړه د حملې له امله مړ شوی دی."

"د روغتیايي کارمنانو له هڅو سره سره هغه ونه ژغورلی شو. "

"دمګړۍ کورنۍ یې هیله لري چې نور جزئیات محرم پاتې شي خو د مناسب وخت په رارسېدو سره به نور معلومات هم خپاره کړو."

شېن وارن د ۱۹۹۹ کال د ۵۰ اوره لوبو نړیوال جام وګاټه او د ۱۹۹۳ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې په ۱۹۴ يو ورځنيو لوبو کې ۲۹۳ لوبغاړي وسوځول.

دی په ۲۰۰۷ کال کې له نړیوالو سیالیو تقاعد شو.

ښاغلي وارن تر ۲۰۱۳ کاله په تجارتي شل اوریزو لوبو کې لوبېده خو له هغه وروسته د کرېکټ له هر ډول سیالیو څخه لاس په سر شو.

وروسته یې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله او ترڅنګ یې په ځینو لوبو کې د کرېکټ مبصر په توګه هم کار برخه اخیسته.

د نړۍ په کچه بېلابېلو لوبغاړو د شېن وارن په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان پر ټوېټر پاڼه ليکلي، باور مې نه راځي چې شېن وران دې مړ شوی وی. دی د کرېکټ ريښتينی اتل او د نړۍ په کچه د ډېرو کسانو لپاره الهام بښوونکې انسان و.

د هند پخواني لوبډلمشر او توپ وهونکي سچن ټنډولکر يې هم په مړينه خواشيني څرګنده کړې او وايي نوموړي د هند او هنديانو تر منځ ځانګړی ځای درلود.