د پاکستان غوره لیګ سیالیو پرېښودو په هکله د شاهد اپریدي اعلان ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ غوره لیګ 'پي ایس ایل ' سیالیو پرېښودو په تړاو د لوبغاړي شاهد اپریدي اعلان ته پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي.
ښاغلي اپریدي د ملا درد له کبله د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د پي ایس ایل لوبو پرېښودلو اعلان وکړ.
نوموړي په دې پیغام کې له خپلو مینه والو مننه وکړه او په وینا یې د ملا پنځلس - شپاړس کاله پخواني ټپ له کبله نور نه شي کولای پي ایس ایل لوبو کې برخه واخلي.
شاهد اپریدی وايي، د ملا ټپي کېدو له کبله یې د ملا درد دومره غځېدلی، چې ''اوس مې ګونډې او ان د پښو ګوتو ته هم درد رسېدلی. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
شاهد اپریدي سږنیو سیالیو کې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې لپاره لوبه کوله.
نوموړي له دې مخکې پي ایس ایل سیالیو کې پېښور زلمي، کراچۍ کنګر او ملتان سلطانز لپاره هم لوبه کړې.
د لوبو پرېښوولو په تړاو د نوموړي له اعلان وروسته پر خواله رسنیو د غبرګونونو لړۍ پیل شوه.
د پاکستان پخواني چټک بالر شعیب اختر ښاغلي اپریدي ته په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: ''لالا - ارام وکړه! دې عمر کې دا عشق اسان نه دی. '

د عکس سرچینه، @Shoaib100mph
د پاکستان ملي لوبډلې یو بل غړی او د شاهد اپریدي همکار سعید انور بیا وايي:
''ما او شاهد به یو ځای لوبه پیلوله، باوري یم چې د کرېکټ نړۍ به دې هېر نه کړي، د ټولو له زړونو نه تقاعد کېږې، د بلې لپاره نیکې هیلې، بوم بوم. ''

د عکس سرچینه، @imSaeedAnwar
د یادونې ده، چې د سږ کال سیالیو په لومړیو لوبو کې شاهد اپریدی پر کووېډ د اخته کېدو له کبله و نه توانېد د کویټه ګلیډیټر له لوري لوبه وکړي.
د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې خلاف لوبه کې شاهد اپریدی لومړی ځل د لوبې ډګر ته راغی، خو ایله د څلورو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د عکس سرچینه، PCB
نوموړی دغه راز د توپ اچوونې برخه کې هم ښه و نه ځلېد او خپلو څلورو اوورونو کې یې ۶۷ منډې ورکړې، چې دې سره نوموړی د پي ایس ایل سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې ورکوونکی بالر ثابت شو.
تقاعد ته زړه نا زړه
۲۰۱۰ کال کې په لوبو کې د ټګۍ برګۍ یوې رسوايي برالا کېدو وروسته، چې پاکستاني لوبغاړي، سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر پکې ښکېل و، شاهد اپریدي له ټیسټ لوبو تقاعد اعلان کړ.
په ۲۰۱۵ کال کې د کرېکټ ۲۰۱۵ کال له نړیوال جام سره د یو ورځنیو لوبو لړ کې هم د شاهد اپریدي فعالیت موده ختمه شوه، خو نوموړی یوه کال وروسته د هغه پاکستانۍ لوبډلې مشر و، چې هند ته سفر کې یې له څلورو ایله یوه لوبه وګټله.
د هند په موهالي کې د تقاعد په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي اپریدي وویل، تر اوسه نه دی توانیدلی په دې هکله پرېکړه وکړي.
۲۰۱۷ کال کې بیا د ویسټ انډیز خلاف لارډز لوبغاړي کې د نړیوال الیون په مشرۍ له شل اوریزې لوبې وروسته لوبغاړو د نوموړي درناوي په پار سلامي هم وړاندې کړه.
هغه مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې شاهد اپریدي نړیوال کرېکټ ته ستنېدل رد کړي وو.



















