هند د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام وګاټه

هنند

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د نولس کلونو نړيوال جام پايلوبه کې هند انګلنډ ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه. او د پنځم ځل لپاره يې دغه اتلولي په خپل نامه کړه.

دغه سيالۍ چې د باربوډا په نارت سونډ لوبغالي کې ترسره شوه پچه يې انګلنډ وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. انګلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې وکړې چې په ځواب کې هند په ۴۸ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې.

د انګلنډ لپاره جېمز ريو ۹۵، جېمز سېلز ۳۴ او جورج تامس ۲۷ منډې ترسره کړې.

په توپ اچولو کې راجا باوا پنځه، روي کومار څلور او خوشال تمبي يو انګرېز لوبغاړی وسوځاوه.

هند او انګلنډ دواړو په دې سياليو کې تراوسه کومه لوبه نه وه بايللې.

هند له دې وړاندې د نولس کلونو نړيوال جام تر نورو هېوادونو ډېر (څلور) ځله ګټلی دی. انګلنډ بيا يو ځل په ۱۹۹۸ کې دغه اتلولي په خپل نامه کړې ده.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان لوبډله هم په دې سياليو کې ښه وځلېده او تر نيمه پايلوبې يې ځان ورساوه خو په نیمه پايلوبه کې يې سيالي انګلنډ ته وبايلله او څلور مقام يې خپل کړ.

افغانستان چې په سي ( C) ګروپ کې ځای درلود په ځنډ د رسېدو او د نړيوال جام د قرنطين محدويتونو پر اساس يې لومړنۍ سيالي چې ټاکل شوې وه د جنورۍ مياشتې پر ۱۶ ترسره شي وځنډېده، له انګلنډ او اماراتو سره د چمتووالي لوبې هم ترې پاتې شوې دي.

افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې اوه ځله د نولس کلنو کرېکټ نړيوال جام سیاليو کې ګډون کړی خو دا دويم ځل دى چې افغانستان د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې نيمه پايلوبو ته رسېږي. په لومړي ځل يې دغه وياړ په ٢٠١٨ کال کې ترلاسه کړى و چې د مجيب، ګوربز، نوين الحق او قيس احمد غوندې تکړه لوبغاړي ورسره وو او لوبې په نيوزيلنډ کې کېدې. هغه وخت افغانستان نيمه پايلوبه استراليا ته بايللې وه.