کرېکټ: افغانستان نېدرلنډ ته په ۷۵ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او نېدرلنډ (هالنډ) تر منځ د دريو يو ورځينو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه افغان لوبډلې له هالنډ څخه په ۷۵ منډو وګټله.
دغه لوبې د قطر پلازمېنه دوحه کې وشوې. د نننۍ لوبې بچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره هالنډ ته د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.
نېدرلنډ ونتوانېد چې ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۳ اور کې د ۱۷۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان له لوري پیلیزو یا اوپنرانو رحمان الله ګوربز او ریاض حسن لوبه پیل کړه، چې په ترتیب سره د ۱۲ او پنځوس منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
د یادونې ده، چې د ریاض حسن دا لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه وه، چې نیمه سلیزه یې پکې بشپړه کړه.
له دوی وروسته رحمت شاه او حشمت شهیدي د لوبې ډګر ته ووتل، چې رحمت شاه د ۴۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
نجیب الله ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې وکړې.
په توپ اچولو کې د افغانستان لپاره قيس احمد درې، راشد خان دوې، مجيب ځدراڼ، فريد احمد، عظمت الله عمرزي او فضل الحق فاروقي يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، AFghan cricket board
افغانستان له دې مخکې د دې لړۍ دواړه تر سره شوې لوبې ګټلې دي.
د افغانستان او نېدرلنډ تر منځ دا لوبې د کرېکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي.
افغانستان له دې بريا سره د ۶۰ نومرو په لرلو سره د يو ورځينو لوبو سوپر ليګ جدول کې د استراليا تر څنګ پنځم ځای خپل کړ چې د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لار موندې برخه کې اړين دي.
شري لنکا، ايرلنډ، بنګله دېش او انګلنډ له افغانستان څخه ډېرې نومرې لري.
د جنورۍ پر ۲۱ مه لومړۍ لوبه افغانستان د ۳۶ منډو په توپیر سره او د جنورۍ پر ۲۳ مه تر سره شوې دویمه لوبه هم افغانستان د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.




















