د اولمپيک لوبو پر کوربتوب څومره لګښت کېږي؟
د خپرېدو وخت
په جاپان کې د توکيو اولمپيک لوبو سمبالوونکي وايي د دې لوبو ترسره کولو ټول لګښت تر ۱۵ ميليادر ډالرو اوړي.
په دې کې ۲۲ سلنه ډېروالی د کورونا وبا له امله په لوبو کې د يو کلن ځنډ له کبله دی.
خو کارپوهان اټکل کوي د اولمپیک لوبو کوربتوب لګښت له دې هم ډېر دی. خو ايا کوربه ښارونو ته په دومره لوی لګښت د اولمپيک لوبو ترسره کولو ارزي.