کرېکټ: لومړۍ شل اوریزه لوبه افغانستان وګټله

د عکس سرچینه، AFghan cicket board
افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه زمبابوې ګټلې وه خو لومړی يې د توپوهنې وار افغان لوبډلې ته ورکړ. افغانستان په ټاکلو شل اورونو کې په پنځو لوبغاړو ۱۹۸ منډې وکړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.
زمبابوې لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو شلو اوورنو له لوبې وروسته ۱۵۰ منډې وکړې او اووه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. په دې توګه افغانستان دا لوبه د ۴۸ منډو په توپیر وګټله.
په افغان توپ وهونکو کې رحمان الله ګربز تر ټولو ډېر وځلېد او ۸۷ منډې یې وکړې.
اصغر افغان هم نیمه سلیزه وکړه. د دریو شل اوریزو لوبو په دې لړۍ کې افغانستان یو صفر مخته شو.
د افغانستان او زمبابوې تر منځ د شل اوریزو دغه لومړۍ لوبه ابوظهبي کې وشوه.
د ویزې په اخیستو کې د خنډ او ځنډ له کبله د مجیب الرحمان او ګلبدین نایب په ګډون پنځه افغان لوبغاړي ناوخته په دې لوبه کې د ګډون لپاره متحدو عربي اماراتو ته ورسېدل او له همدې کبله ځینې بدلونونه هم رامنځته شول.

د عکس سرچینه، AFghan cricket board
له دې مخکې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبو لړۍ دويمه لوبه افغانستان د مارچ پر څوارلسمه په شپږو وېکټو وګټله.
د متحدو عرب اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ سیالۍ پر پنځمه او وروستۍ ورځ، افغانستان ته د بریا لپاره ۱۰۸ منډو هدف ورکړل شوی و، چې افغانستان په ۲۷ اوور کې د يوازې څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
افغانستان او زمبابوې له نننۍ لوبې پرته د دوې شل اوریزې لوبې نورې هم لري چې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۹مه او ۲۰مه به متحدو عرب اماراتو کې وشي.




















