د پاکستانیانو غبرګون: "ای سي سي د لسیزې نه، د 'ای پي ایل' غوره لوبډلې اعلان کړې"

د عکس سرچینه، International Cricket Council
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د یکشنبې پر ورځ د کرېکټ په درې واړو فارمټونو -یو ورځنی، شل اوریز او ټیسټ- کې د تېرې لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې. خو د ګڼو پاکستانیانو دا لوبډلې نه دي خوښې شوې او پر خواله رسنیو یې پرې نیوکې کړې دي.
د دغه غبرګون پر لامل تر پوهېدو وړاندې راځئ وګورو چې د ای سي سي د لسیزې غوره لوبډلو کې څوک شامل شوي دي.
د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا شل اوریز فارمټ کې د تېرې لسیزې په غوره اعلان شوې لوبډله کې د افغانستان پر راشد خان سربېره د هند د څلورو لوبغاړو روهېت شرما، وېرات کوهلي، ایم ایس ډهوني، جسپریت بومرا، له ویسټ اېنډیز د کرېس ګېل او کېرون پولارډ، له اسټرالیا د ارون فېنچ او ګلېن مېکسوېل، له سویلي افریقا د اې بي ډیویلیرز او له سریلانکا د لاسیت ملېنګا نومونه راغلي دي.

د عکس سرچینه، WWW.TWITTER.COM/@ICC
د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې هم په ورته ډول د هند د ملي لوبډلې درې لوبغاړې روهېت شرما، ویرات کوهلي او ایم اېس ډهوني، د اسټرالیا ډېوېډ وارنر او میچل سټارک، د سویلي افریقا اې بي ډیویلیرز او عمران طاهر، د بنګله دیش شکېب حسن، د نوي زیلاند مرېنټ بولټ، د انګلنډ بېن سټوکس او د سریلانکا لاسیت ملېنګا شامل شوي دي.

د عکس سرچینه، WWW.TWITTER.COM/@ICC
او د کرېکټ د تر ټولو مهم فارمټ، ټېسټ د لسیزې په غوره لوبډله کې د انګلنډ د څلورو لوبغاړو الېسټر کوک، بېن سټوکس، جېمز انډرسن او سټیورټ براډ ترڅنګ له اسټرالیا د ډېوېډ وارنر او سټیو سمېت، له هند د ویرات کوهلي او اشوېن، له سویلي افریقا د ډېل سټین، له نوي زیلنډ د وېلیمسن، او له سریلانکا د کمار سنګاکارا نومونه راغلي دي.

د عکس سرچینه، WWW.TWITTER.COM/@ICC
نو د ای سي سي لخوا د کرېکټ درې واړو رسمي فارمټونو کې د تېرې لسیزې د غوره لوبډلو په اړه پوهېدو سره به پر دې هم پوه شوي یاست چې دا لوبډلې ولې د پاکستان د کرېکټ مینوالو او د ټولنیزو رسنیو د کارنو نه دي خوښې شوې. (یو پاکستانی لوبغاړی هم پکې نشته)
د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د دغو لوبډلو تر اعلانېدو سملاسي وروسته ګڼو پاکستانیانو پر خواله رسنیو د اعتراض غږونه پورته کړل.
دوی وايي ملي لوبډلې یې تېره لسیزه کې نړیواله شل اوریزه اتلولي ګټلې، د یونس خان په څېر پاخه او باتجربه توپ وهونکي او د یاسر شاه په څېر توپ اچوونکي پکې لوبیدلي، چې په ټېسټ فارمټ کې تر ټولو ژر د دوه سوه کسانو د سوځولو ریکارډ لري - خو لا یې هم نومونه د لسیزې په غوره لوبډلو کې نشته.
ځینو د کرېکټ نړیواله شورا کې د ګاونډي هند لابي او نفوذ د دغه کار لامل بللی، ځینو پر ای سي سي نیوکې کړې او نورو بیا پخپله د پاکستان کرېکټ بورډ او د ملي لوبډلې تنظیموونکي په دغه کار کې پړه بللي دي.
پر خواله رسنیو ټول غبرګون ښودونکي یوازې عام پاکستانیان نه دي، بلکې د دغه هېواد د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او وېکټ ساتي راشد لطیف هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې: "لیکلو کې تېروتي دي - د ای پي اېل (هند غور لیګ) د لسیزې شل اوریزې لوبډلې لیکل ورسره ترې هېر شوي دي".

د عکس سرچینه، WWW.TWITTER.COM/@IRASHIDLATIF68
د پاکستان یو بل پخواني چټک توپ غورځونکي شعیب اختر هم د کرېکټ پر نړیوالې شورا په نیوکو سره دا د "ای سي سي نه بلکې د ای پي اېل" غوره لوبډلې بللي او زیاته کړې یې ده چې پاکستاني لوبغاړي دغو لوبډلو کې غړیتوب ته اړتیا نه لري.
د ټولنیزو پاڼو یوه کارن د 'ای سي سي' په شل اوریزه لوبډله کې د سویلي افریقا له شامل شوي لوبغاړي 'اې بي ډيويلیرز' سره د پاکستاني توپ وهونکي بابر اعظم لاسته راوړنې پرتله کړې او له کرېکټ نړیوالې شورا یې ځواب غوښتی دی.
له دې سره د پرویز خان په نوم یو بل کس بیا د پاکستان کرېکټ بورډ ګرم ګڼلی او لیکلي یې دي: "له مصباح الحق او وقار یونس د تېرې لسیزې مننه!"

د عکس سرچینه، WWW.FACEBOOK.COM/PERVEZKHAN
ځینو د دغو لوبډلو تر اعلان وروسته تور پورې کړی چې "دا د کرېکټ نړیواله شورا نه، بلکې د کرېکټ سیاسي شورا ده او (ګواکې) د سیاسي لاملونو له مخې پرېکړې کوي."
د خواله رسنیو ګڼو نورو کارنو بیا په دې اړه جلا تبصرې او خندوونکي عکسونه خپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، @SARCO69



















