تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان لوبغاړې د 'بې حجابۍ' له کبله یو کال له لوبو بېبرخې شوه
د افغانستان د باولېنګ ملي فدراسیون د یوه کال لپاره لوبغاړې فضیله حورزاد د 'بد حجابۍ' له کبله له لوبو منع کړې ده.
اغلې حورزاد د فدراسیون د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د تل لپاره به له ورزش سره خدای پاماني وکړي.
هغې بي بي سي ته د فدراسیون له خوا د وړاندې شوي دلایل رد کړل او ویې ویل چې له لوبو د محرومولو تر شا یې د بې حجابۍ دلیل نه و.
د افغانستان د ورزشي تګلارې پربنسټ، لوبغاړې باید په سیالیو کې "اسلامي حجاب" مراعات کړي.
د افغانستان د باولېنګ ملي فدراسیون مشر ادریس فاروقي د فدراسیون ددغې پرېکړې په اړه ویلي، اغلې فضیله د کویت اسیایي لوبو کې "سرغړونه کړې او بیا یې د باولېنګ فدراسیون د تخریبول پیل کړي". نوموړې د یوه کال لپاره په افغانستان او بهر کې له هر ډول باولېنګ لوبو بې برخې شوې ده.
اغلې حورزاد وايي، په دې قضیه کې نور دلایل هم شته "فکر کوم ځینې شخصي هدفونه وو چې د فدراسیون غړي نه دي ورته رسېدلې او خپل کسان ی ملي لوبډلې ته داخل کړي چې په دې سره خپلو شخصي موخو ته په اسانۍ سره ورسېدی شي."
هغې د دغو شخصي موخو په اړه نور وضاحت ورنه کړ: "زما د سفر پرمهال یې زما په شخصي مسلو کې لاسوهنه کوله. ښايي له دې کبله چې غوښتل یې د خپلې خوښې خپل کسان راولي".
په افغانستان کې له ښځينه لوبغاړو سره د ورزشي چارواکو د چلن د څرنګوالي په اړه شکایتونه هغه مهال پر حساسه مسله بدل شول، چې په تېره چنګاښ میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن کړ او هغه یې د تل لپاره فوټبال کې له فعالیتونو محروم او شاوخوا یو میلیون ډالر جریمه کړ.