له لېګ برېک بالر نور احمد سره مرکه
د خپرېدو وخت
په کرېکت کې د بنگله دېش، افغانستان او زمبابوې درې هېواديزې شل اوريزې لوبې نن پيل شوې. لومړۍ لوبه د بنگله دېش او زمبابوې تر منځ ده. افغانستان به سبا له زمبابوې سره مخامخېږي. خو د اسيا د ١٩ کلنو کرېکټ جام پايلوبه د هند او بنگله دېش تر منځ سبا کېدونکې ده. د باران له امله د نيمه پايلوبو سيالۍ ونه شوې نو د گروپ گټوونکي پايلوبې ته ورسېدل. د افغانستان په لوبډله کې نور احمد لېگ برېک بالر دى چې په دې سياليو کې وځلېد. له هند سره يې څلور لوبغاړي وسوځول. دلته راته وايي چې دا سيالۍ ورته څرنگه وې؟