تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ غوره ليګ: بلخ له پکتيا لوبه وګټله
د افغانستان غوره ليګ کرېکټ سيالیو نننۍ لوبه چې د بلخ لېجنډز او پکتيا پنترز تر منځ د متحده عربي اماراتو شارجه کې وشوه، بلخ په ۸۹ منډو وګټله.
د لوبې پچه بلخ لېجنډرز وکټله او لومړی يې د توپ وهلو پرېکړ وکړه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پکتيا ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.
پکتيا ونشوای کړای ټاکلی هدف پوره کړي او په شپاړلسم اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۰۶ منډې وکړې او سيالي يې بلخ ته وبايلله.
د بلخ لپاره راين ټېن ډوشېټ تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې، د ده تر څنګ دروېش رسولي ۴۴، روي بوپارا، ۲۶ او کولېن مونرو ۲۵ منډې جوړې کړې.
د پکتيا توپ اچوونکو کې اېسورو بوپارا، يمين احمدزي، عظمت الله عمرزي او سکندر رضا يوه يوه وېکته واخيسته.
د توپ وهولو په برخه کې د پکتيا لوبغاړو نن ښه لوبه و نه کړه، لوبغاړي يې يو پر بل پسې ژر وسوځېدل، د دوی لپاره يوازې رحمان الله ګوربز په ۲۲ توپونو ۳۳ منډې وکړې.
د ده ترڅنګ محمد شهزاد ۱۶، شرف الدين اشرف ۱۴، عظمت الله عمرزی ۱۱ منډې وکړې.
د بلخ توپ اچوونکي ښه وځلېدل د لږو منډو په ورکولو يې د پکتيا لوبغاړي وسوځول، د دوی لپاره اېسورو بوپارا درې، قيس احمد، افتاب عالم او ګلبدين نايب دوې دوې وېکټې واخيستې.
د افغانستان پرېميرليګ سياليو کې راتلونکې لوبه د کندهار نايټز او ننګرهار لېپرډز تر منځ ده.