تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند کې کرېکټ لوبغالی جوړیږي
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د هلمند مرکز لشکرګاه کې به دغه لوبغالی په ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړ کړي.
د هلمند کرېکټ لوبغالی به د ۳۴ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یوه کال موده کې بشپړ شي.
د دغه لوبغالي رغاونې لګښت له مخدراتو سره د مبارزې افغان وزارت ورکوي، چې وزیرې یې سلامت عظیمي د افغان کرېکټ بورډ له مشر شکرالله عاطف مشعل سره په شریکه لشکرګاه کې د دغه لوبغالي د بنسټ ډبره کېښوده.
مراسمو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم ګډون کړی و.
کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ورته مهال په کرزي لوبغالي کې د زرګونو نندراچیانو پر وړاندې یوه لوبه هم ترسره شوه.
له دې مخکې د روانې میاشتې لومړیو کې په سویلي ولایت کندهار کې د هند ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو مرستې پر مټ د کرېکټ یو لوبغالی چمتو او فعال شوی دی.