يو راپور وايي اقليمي بدلون د ملاريا پېښو شمېر لوړ کړی: مرکه

د ویډیو تشریح، يو راپور وايي اقليمي بدلون د ملاريا پېښو شمېر لوړ کړی: مرکه
د خپرېدو وخت

يو نوی راپور چې دا څو ورځې مخکې د ملاريا ناروغۍ په اړه د پوهاوي زياتوالي پر نړيوالې ورځې خپور شوی و، خبرداری ورکړی، چاپېريالي بدلون پر دې ناروغۍ د اخته کېدو شمېر زياتوي.

دا راپور چې د نړيوال صندوق له لوري خپور شوی، پاکستان کې یې د تېر کال سېلابونو او هم يې د افريقا ملاوي او موزمبيک کې د فرېډي سمندري توپان يادونه کړې، چې وايي له امله يې د ملاريا پېښې ورسره ډېرې زياتې شوې وې.

رحمان پېښور کې له ډاکټرې ځلاندې شعيب سره خبرې کړې، چې د ملاريا پېښې څنګه زياتېږي؟