تر ټولو لوی ډيناسور ننداره

د ویډیو تشریح، تر ټولو لوی ډيناسور ننداره
د خپرېدو وخت

د ځمکې پرمخ ترټولو لوی لرغوني ژوي بېلګه، چې پټاګوټېټان ډایناسور و، لندن کې د ژويو تاریخ میوزیم کې نندارې ته وړاندې کېږي. د دې لوی ژوي هډونه لس کاله وړاندې ارجنټاین کې موندل شوي وو.

د ډايناسور د بدن اډانه چې دې ننداره کې وړاندې کېږي، د اصلي بڼې پر بنسټ جوړه شوې ده. او ښه والی دا دی چې لاس وروړلی شئ او ترې لاندې تېرېدی شئ.