لوی بیزوګان د اړیکو لپاره اشارې کاروي

د ویډیو تشریح، لوی بیزوګان د اړیکو لپاره اشارې کاروي
د خپرېدو وخت

یوې نوې څېړنې ویلي، انسانان په طبیعي ډول د شیمپانزي او بونوبو بیزوګانو پر هغو اشارو او حرکتونو د پوهېدو وړتیا لري چې دوی یې له یو بل سره کاروي. د سېنټ انډروز پوهنتون ساینسپوهانو چې په چیمپانزي او بونوبو بیزوګانو کې یې د اړیکو په اړه څېړنه کړې د خلکو وړتیا هم ازمویلې چې تر کومې کچې د حیواناتو حرکتونه تفسیرولی شي. دوی وايي پایلو وښوده چې له شیمپانزي بیزګانو سره زموږ وروستیو مشترکو اجدادو هم له اشارو او حرکتونو ګټه اخیسته چې دا زموږ د ژبې د اصلیت یوه برخه په ډاګه کوي.