د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه: څېړنې ښيي ونې ډېر کاربن دای اوکسايد زېرمه کوي

د ویډیو تشریح، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه: څېړنې ښيي ونې ډېر کاربن دای اوکسايد زېرمه کوي
د خپرېدو وخت

یوې نوې څېړنې چې په لېزر د ونو وزن مالوموي، موندلې، د هغه څه پرتله چې پخوا يې فکر کېده، د بریتانیا زړو ونو کې کاربون دوه برابره ډېر دی.

دغه څېړنه وايي ځنګلونه د چاپېريال بدلون منفي اغېز پر وړاندې مقابله کې ډېر مهم رول لري.

څېړونکو دې کار لپاره، زر ونې د ۳ډي سکن ټکنالوژۍ په مرسته کتلې او موندلي یې دي چې کله ونې غټېږي له چاپېرياله ډېره اندازه کاربون جذبوي، او ډډ او څانګو کې یې ساتي.