له مور لیرې د هندي پړانګ بچیان له خپلې مور سره یوځای شول
د خپرېدو وخت
د هند مهارشترا ایالت په یوه کلي کې د پړانګ درې بچیان یوازې پاتې شوي او کلیوالو یوه کرونده کې موندلي او څو ګړۍ وروسته یې له خپلې مور سره یوځای شوي. هند کې تر ۱۲۵۰۰ ډېر پړانګان شته چې د استوګنې د ځای تنګېدو له کبله ډېری وخت ځنګلونو ته څېرمه کلیو ته مخه کوي او کله کله له انسانانو سره په جګړه کېوځي.