لږترلږه ۵ ګړۍ خوب د روغې سټې لپاره ګټور تمامېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, میشلې رابرټس
- دنده, ډیجیټل روغتیايي څانګې ایډیټره
- د خپرېدو وخت
يوې تازه علمي څېړنې موندلې چې په شپه کې لږ تر لږه پنځه ساعته خوب ښايي له پنځوس کلنۍ پورته عمر کې د ګڼو صعب العلاجه ناروغیو مخه ونیسي.
څېړونکي وايي، که ناسم روغتيايي وضعیت د خوب د ګډوډۍ لامل کېدی شي خو ناسم خوب خپله هم خطرونه لري.
دغه څېړنه په پلاس مېډېسين علمي ژورنال کې خپره شوې او پکې د شاوخوا اتو زرو ګډونوالو معلومات څېړل شوي.
د پلاس مېډيسين دغې څېړنې په برېتانیا کې د ملکي مامورینو خوب او روغتیا دواړه څارلي او شاوخوا اته زره ګډونوال یې پوښتل شوي چې په اوسط ډول څو ساعته ویده کېږي.
په دغه څېړنه کې ځینو ګډونوالو ته يې هغه لاسي ساعتونه هم ورتړل شوي چې خوب د خوب جریان څاري.
د دغو ناروغانو روغتيايي حالت هم په ورته مهال له دوه لسیزو ډېر څارل شوی او د شکرې، سرطان، د زړه د ناروغیو په ګډون یې د حالت جزئیات ثبت شوي.
پایلې ښيي، هغوی چې په شاوخوا پنځوس کلنۍ کې پنځه ساعته یا لږ ويده کېدل د هغوی پرتله چې اووه ساعته ویده کېدل دېرش سلنه ډېر په سخته ناروغیو اخته کېږي.
په پنځوس کلنۍ کې کم خوبي د مړینو له لوړ خطر سره هم تړاو لري چې تر ډېره يې تړاو له اوږدمهالو ناروغیو سره وي.
په یونیورسيټي کالج لندن او پاریس پوهنتون کې متخصصینو سپارښتنه کړې چې شاوخوا اووه یا اته ساعته خوب باید وشي.
څېړونکي وايي دا روښانه ده چې خوب د ذهن او مغز فعالیت، رواني حالت، تمرکز او د ژوند او بدن سیستم ته حیاتي دی.
ځینو څېړونکو د ښه خوب کولو لپاره دا سپارښتنه هم کړې چې د ورځې له کار او بوختیا وروسته د شپې خوا ته آرام ډېر کړي او د ورځې هم له سترګې پټولو او موقتو خوبونو ډډه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښه خوب لپاره په سپارښتنو کې دا هم ویل شوي چې د خوب لپاره وختونه مشخص شي او د خوب لپاره راحت او آرام ځای برابر شي او په تلفون کې د ګوتې وهلو په څېر توجه اړوونکي کارونه ونشي.
دا سپارښتنه هم شوې چې خوب ته په نږدې وخت کې له نشې، سګرېټو او یا قهوې کارولو هم ډډه وشي.
د لږ خوب پر زیانونو د دغې څېړنې په تړاو د خوب اړوند څېړنو د یوه بل مرکز مشر پروفېسور ډېرک یان دېک بي بي سي ته ویلي، دغې څېړنې یو وار بیا ښودلې چې لږ خوب ښه نه دی او روغتیا ته زیان لري، خو په ورته مهال دا هم ویلي چې ښايي ځینو ته ستونزه پېښه نه کړي.
هغه زیاته کړې چې مهمه پوښتنه دا ده چې ولې ځینې خلک لږ ويده کېږي او څه لامل کېږي چې دوی ډېر خوب ونه کړي، د هغې چاره په کار ده.
په اوږدمهالي ډول بد خوبي یا لږ خوب روغتیا ته جدي زیانونه لري. ډاکټران ډېر لږ د خوب د ګولیو سپارښتنه کوي ځکه هغه هم نور څنګیز زیانونه لري او یا هم پرې روږدي کېدل یا تکیه رامنځته کوي.




















