تر ړندېدا مخکې کورنۍ پر ټوله نړۍ راګرځي

د ویډیو تشریح، تر ړندېدا مخکې کورنۍ پر ټوله نړۍ راګرځي
د خپرېدو وخت

کله چې د ایدیت او سبستیت له څلورو ماشومانو د دریو یې د یوه میراثي ناروغۍ تشخیص وشو چې د سترګو لید به یې له منځه ځي، پر ګرده نړۍ د ګرځېدو او د ماشومانو د بصري حافظې ډکولو هوډ یې وکړ.

د سترګو د شبکې د ژونکو التهاب یو داسې حالت دی چې ځینې کسان یې په مورزادي ډول لري او تر ډېره یې نښې نه لیدل کېږي.

د دوی د یو کلن سفر شپږ میاشتې تېرې شوې دي، تر اوسه یې نمیبیا، زمبیا، تنزانیا، ترکیې، منګولیا او اندونیزیا ته یې سفرونه کړي دي.