د کهکشان څېړنه: د لا پوهاوي لپاره يې نوي پروژه پيل شوې

د ویډیو تشریح، د کهکشان څېړنه: د لا پوهاوي لپاره يې نوي پروژه پيل شوې
د خپرېدو وخت

څېړونکو يوه داسې پروژه پيل کړې، چې له مخې یې غواړي دا راوسپړي هغه ستوري چې موږ يې اسمان کې ګورو، له کومه راغلي او يا څنګه جوړ شوي دي.

يوه نوې اله به تر هغه هر ساعت کې زر ستوري ارزوی چې د ټولټال پنځو ميليونو ستورو يوه ټولګه جوړه کړي. دا پروژه د دې ارزونه کوي، چې دا هر ستوری له څه جوړ شوی، او څومره ګړندی دی.

موخه دا ده چې وښيي زموږ کهکشان، يا اسمان کې سپينه لار ميليارډو کلونو کې جوړه شوې ده.