ډاکټرانو د دوو ماشومانو نښتي سرونه بریالیتوب سره بېل کړل

د ویډیو تشریح، ډاکټرانو د دوو ماشومانو نښتي سرونه بریالیتوب سره بېل کړل
د خپرېدو وخت

دا دوه هغه برازیلي غبرګونې دي چې مورزادي یې سرونه سره نښتي وو او له عملیات وروسته سره بېل شول.

درې کلن برنارډو او ارتور لیما ته لندن کې د یوه لوی روغتون په لارښوونه د جراحۍ عملیات وشول او په بریالیتوب پای ته ورسېدل.

روغتیایي ټیم د سي ټي سکن او ام آر آی له مخې څو میاشتې پر هغو تکتیکونو ولګولې چې له مخې یې د جراحي عملیاتو وړاندوینه وکړي.

د بدن د غړو د بېلولو یوه خیریه موسسه چې د دغه عملیات مالي ملاتړ یې هم کړی ویلي چې دغه عملیات د بدن د غړو د جلا کولو تر ټولو پیچلی عملیات و.

دغه خیریه موسسه ۲۰۱۸ کال کې د نورالاواس جیلاني له خوا جوړه شوې ده چې د بدن د نښلول شویو غړو د جلا کولو په برخه کې د خلکو لاسنیوی کوي.

دغو دوو ماشومانو اووه جراحي عملیاتونه وکړل چې یوازې وروستي هغه یې کابو ۲۷ ساعتونه وخت ونیوو او شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي کارکوونکو پکې برخه اخیستې وه.