نوی ټېلېسکوپ

د ویډیو تشریح، نوی ټېلېسکوپ
د خپرېدو وخت

ساينسپوهانو يو نوی ټېلېسکوپ جوړ کړی، چې د مړو لمرونو سره ټکرېدو څرک پرې لګولی شي. دا په نيوټرون ستورو هم پېژندل کېږي.

تر اوسه پورې دا چاره په عادي ټېلېسکوپونو شونې نه وه. دا پرمختيا ستورپېژندونکو ته د دې فرصت ورکوي، چې لومړی ځل د دې اسماني توکو څېړنه وکړي.

د بي بي سي ساينسي چارو خبريال پالاب ګوش دې نوي ټېلېسکوپ ته د ورتلو اجازه موندلې، او کنري ټاپوګانو کې يې له لاپالما دا راپو راستولی دی.