'تر ټولو لېرې موقعیت لرونکی' ستوری ولیدل شو

د ویډیو تشریح، تر ټولو لېرې موقعیت لرونکی ستوری ولیدل شو
د خپرېدو وخت

هبل نومي فضايي ټلیسکوف یو داسې ستوری لیدلی چې په ریکارډ کچه لېرې موقعیت لري.

له دې ستوري راوتلې رڼا په ۱۲.۹ میلیاردو کالو کې ځمکې ته رسېږي. دې ستوري ته د ایاریندي نوم ورکړل شوی، چې د ګهیځ ستوري لپاره پخوانی انګلیسي نوم دی.

ساینسپوهان اټکل کوي، چې دا ستوری د لمر پرتله پنځوس برابره پراخ او څو میلیونه برابره زیات روڼ دی او له همدې کبله دا له هغو ستورو یو بلل کېږي چې خورا ستر دی.