ايا پراسټامول د وينې فشار لوړوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د یوې نوې علمې سروې پایله ښیي چې د دردونو مخنیوي لپاره د پراسټامولو دوامداره کارول په هغو کسانو کې چې د وینې له لوړ فشاره کړېږي د زړه او د مغزې حملو چانس زياتوي.
له دې کبله ډاکترانو ته سپارښتنه شوې چې ناروغ ته په دوامداره توګه د پراسټامول ورکولو وړاندې يې ګټې او زیانونه وارزوي.
د نړۍ لر او بر کې پراسټامول د دردونو د مخنیوي لپاره کارول کېږی او همدا راز له دې سره چې د دوامداره دردونو د مخنیوي برخه کې يې اغېزمنتیا ثابته نه ده خو بیا په دې موخه استعمالېږي.
په ۲۰۱۸ کال کې د سکاټلند د نفوس هرو لسو کې یوه ته ډاکترانو په نسخه کې پراسټامول ورکړي وو.
د دغې څېړنې له مخې پراسټامول هغو کسانو ته هم ورکړل شوي وو چې د وينې لوړ فشار يې درلود. په برتانیا کې په هرو دريو وګړو کې یو د وينې له لوړ فشاره کړېږي.
پلټونکو په دغه څېړنه کې ۱۱۰ تنه تر څار لاندې نیولي وو چې په هرو دريو کې دوو یې د لوړ فشار یا هایپر ټنشن کنټرول لپاره دارو هم خوړل.
پرته له دې چې خلک په نښه شي له دوی وغوښتل شول چې د دوو اونیو لپاره د ورځې څلور ځله یو ګرام پراسټامول وخوري.
معمولا دغه اندازه پراسټامول هغو کسانو ته ورکول کېږی چې دوامدار دردونه ولري . بیا دوي ته د دوه اونیو لپاره د پراسټامول په نامه نور شیان چې اصلا دارو نه وو، ورکړل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پلټنې پایله کې جوته شوه چې پراسټامول د وینې فشار پورته بیایي او د وینې لوړ فشار، د زړه د حملو یو له عمده لاملونو ګڼل کېږی.
خو هغو ته چې د پراسټاول پر ځای نور څه ورکړل شوي وو، فشار یې په خپل حالت پاتې و.
له دې کبله د پلټنې د پایلې له معلومېدو وروسته ډاکترانو ته سپارښتنه وشوه چې د دوامداره دردونو لپاره کمه اندازه پراسټامول ناروغ ته ورکړي.
په ورته مهال هغو کسانو ته چې لوړ فشار لري او پراسټامول ورکول کېږي هغوی تر جدي څار لاندې وساتي.
البته پلټونکي باور کوي چې د ځان درد یا سر درد لپاره کله ناکله د پراسټامول خوړل څه تاوان نه لري.
دې او ځينو نورو پلټنو کې يو شمېر ډاکتران په دې باور دي چې پراسټامول یوه اندازه فشار پورته بیایي خو داسې ډاکتران هم شته چې وایی باید په دې برخه کې نورې زیاتې پلټنې هم وشي.
دغه ډله ډاکتران وايي لا جوته نه ده هغه کسان چې لوړ فشار لري ایا د هغو دغه لوړ فشار به په دوامداره توګه د دوی د پراسټامول خوړلو سره تړاو لري که څنګه او بل دا استدالال هم کوي چې لا جوته نه ده چې د پراسټامولو ډېره کارونه به د زړه د رګونو د ناروغۍ سبب ګرځي که نه، نو له دې کبله دوی په دې تړاو د نورې زیاتې پلټنې غوښتنه کوي.




















