اقلیمي بدلون؛ 'جعلي کیله' د خوړو بدیل کېدای شي؟

د خپرېدو وخت

ساینسپوهان وايي، کیلې ته ورته ایتوپیايي نبات چې په ایتوپیايي کیلې او جعلي کیلې هم مشهور دی، د اقلیمي بدلون ترڅ کې د ژوند ژغورونکو خوړو په توګه کارول کېدای شي.

د یوې نوې څېړنې پایله کې ویل شوي په داسې حال کې چې د ځمکې چاپېریال په تودېدو دی، کیلې ته ورته دا نبات کولای شي د ۱۰۰ میلیونه انسانانو لپاره د خوړو غوره بدیل ثابت شي.

د جعلي کیلې دغه میوه له ایتوپیا بهر نه پېژندل کېږي، خو په ایتوپیا کې ترې ډوډۍ او وګره چمتو کېږي.

څېړونکي وايي، دا بوټی د افریقا په لا زیاتو برخو کې کرل کېدای شي.

د دې نبات بوټی هم کټ مټ د کیلو هغه ته ورته دی، چې میوه یې د خوړلو وړ نه ده، خو څانګې او ولې یا جرړې یې داسې پریمانه غذایت لري چې وګره یا ډوډۍ کې ترې کار اخیستل کېږي.

په ایتوپیا کې نژدې ۲۰ میلیونه انسانان پر دې بوټي د خوړو په توګه تکیه کوي.

څېړونکي د کرنیز ساینس تازه معلوماتو له مخې وايي، راتلونکو څلورو لسیزو کې دا بوټی په ډېرو نورو سیمو کې هم د کرل کېدو او زرغونېدو وړتیا لري.

دوی وايي، دا بوټی د نژدې ۱۰۰ میلیونه کسانو لپاره د خوړو سرچینه کېدای شي او د ایتوپیا په ګډون په کینیا، یوګانډا او روانډا کې کرل کېدای شي.

د ساینسپوهانو په وینا د خوړو خوندیتوب لږوالي موده کې دا بوټی د بدیل خوراک په توګه کارول کېدای شي.

ایتوپیا په افریقا کې د غلو دانو کرکیلې یو مهم مرکز دی، چې د کافي په ګډون ګڼ شمېر غلې، دانې پکې لومړی ځل پېژندل شوې او کرکیله یې پیل شوې ده.