مريخ ته سفر: انسان به کله هم دې کې بريالی شي؟

د ویډیو تشریح، مريخ ته سفر: انسان به کله هم دې کې بريالی شي؟
د خپرېدو وخت

د ايسلند ځانګړی مځکنی جوړښت او ځای ښايي د فضا سپړنه کې مهم رول ولری، ځکه چې د سپوږمۍ او مریخ مخ جوړښت سره ډېر ورته والی لري.

د ايسلنډ فضايي اېجنسۍ څېړونکي، د دغه هېواد يوې لرې پرتې سيمې ته ورغلي، چې پر مريخ د انسان توان واروزي او هم هلته د طبيعت په اړه معلومات غونډ کړي.

دا څېړنې به دا روښانه کړي، چې څنګه خلک پر سيارو، په تېره بيا پر سرې سيارې، مريخ، عمل او فعاليت کولی شي.