د ميندوارۍ پر مهال کړاو: ځينو ميندو ته د ځانمرګۍ فکر وراچوي

د ویډیو تشریح، د ميندوارۍ پر مهال کړاو: ځينو ميندو ته د ځانمرګۍ فکر وراچوي
د خپرېدو وخت

بريتانيا کې د ميندوارۍ پر مهال د سختې ناروغۍ په اړه يوه لويه څېړنه، چې هايپر مېسېس ګراويډارم یې بولي، د همدې اکتوبر پر شلمه خپره شوه.

د پنځو زرو ښځو د معلوماتو پر بنسټ چې خپلې تجربې او کيسې يې شريکې کړې، دې څېړنې موندلې له نیمو زياتو یې د خپلې ميندوارۍ پر زيانولو غور کړی و، او د ځانمرګۍ سوچ هم ورغلی و.

د بي بي سي خبریاله ډانيېلا رالف له يوې ښځې سره خبرې کړې، چې دوه کاله مخکې یې د هايپر مېسېس ګراويډارم حالت خپلې تجربې ويډيويي ډايرې ثبت کړې ده.