څېړنه: د سویلي اسیا خلکو کې د کوویډ لوړ کچ خطر لرونکی جین د نورو پرتله ډېر عام دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون ساینسپوهانو انساني بدن کې یو داسې نوی جین موندلی چې د سږو ناکامي او له کورونا وېروسه د مړینې احتمالي خطر دوه برابره ډېروي.
دوی وايي، د سویلي اسیايي نژادونو۶۰ سلنه او د اروپايي نژاد ۱۵ سلنه کسان دا ډول احتمالي خطر لرونکی جین لري.
څېړونکي وايي، واکسین د دې خطر مخنیوي مهم او پاموړ احتیاطي تدبیر دی.
طبیعي جینیټک څېړنه کې پر دې رڼا اچول شوې چې بریتانیا کې د سویلي اسیايي نژادونو ځینې اوسېدونکي ولې د کوویډ له کبله د نورو پرتله د احتمالي خطر له لوړ کچ سره مخامخ دي؟ خو په بشپړه توګه یې نه ده تشریح کړې.
څېړونکو د LZTFL1 نومي دې جین برالا کولو لپاره چې د خطر ډېرېدو لامل بلل شوی، د نوې مولیکولي تکنالوژۍ او مصنوعي ځېرکتیا پر مټ د جین په هکله پخوانۍ څېړنه نوره هم شنلې ده.
دوی ته معلومه شوې ده چې په کریبین افریقايي نژادو وګړو کې د دې جین کچه دوه سلنه کسانو او د ختیځې اسیا په خلکو کې بیا دا کچه یو اعشاریه اته سلنه کسانو ته رسېږي.
د څېړونکو ډلې یو مشر پروفیسر جیمز ډاویس وايي، دا معلومېدل خورا مهم پرمختګ دی چې احتمالي خطرناک جین د ټولو توکمونو په انسانانو کې یو برابر نه دی.
خو نوموړی وايي، بېلا بېل پېچلي عنصرونه - په ځانګړي ډول عمرـ بیا د هر کس لپاره د احتمالي خطر برخه کې ځانګړی رول لري.
د سږو حساسیت
ماهرین وايي، دغه ډول احتمالاً خطرناک جین د کورونا وېروس په مقابل کې د خلکو سږي زیاتو حساسوي.
ماهرین وايي، پاموړ دا ده چې دغه جین پر سږو اغېز کوي، خو د بدن پر دفاعي نظام اغېز نه لري.
دوی وايي، د دې مانا دا ده، چې د خطر له لوړ کچ سره مخامخ کسان له همدې کبله د د بدن مدافعت نظام د لا پیاوړتیا لپاره واکسین کارولای شي.
ساینسپوهان هیله من دي چې دا نوې موندنه به د داسې درملو برخه کې هم مرسته وکړي، چې پر سږو متمرکز وي، ځکه اوسني هغه تر ډېره بریده د بدن پر دفاعي نظام متمرکز دي.


















