ډرون کامرو د وژونکو نهنګانو ټولنیز ژوند په ډاګه کړ
د خپرېدو وخت
د اکسیټر پوهنتون او د نهنګانو څېړنیز مرکز یوې نوې څېړنې موندلې چې وژونکي نهنګان د عمر او جنډر پربنسټ له نورو سره ټولنیز کېدای شي او تر ډېره له ځوانو او ښځینه نهنګانو سره لا ډېره راشه درشه لري. په څېړنه ارام سمندر کې د واشنګټن سمندرغاړه کې د وژونکو نهنګانو د ټولنیز ژوند په اړه د پوهېدو لپاره ډرون کامرې کارول شوې چې په څه باندې ۱۰ ورځو کې یې د دوی لس ساعته وېډیوګانې ثبت کړې دي.